د امريکا د آزادۍ د ۲۵۰ مي کليزي په مناسبت ددغه هيواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چي ۲۵۰ کاله کېږي چي موږ له نورو هيوادونو

د امريکا د آزادۍ د ۲۵۰ مي کليزي په مناسبت ددغه هيواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چي ۲۵۰ کاله کېږي چي موږ له نورو هيوادونو څخه تر مخه یو.
هغه وویل چي ټول هيوادونه غواړي زموږ غوندي واوسي خو داسي هيڅ څوک نسي کولای ځکه خدای زموږ سره دی.
هغه زیاته کړه چي موږ سپوږمۍ ته انسانان استولي او په فضا کي په تحقیقاتو لګيا یو ،ډیر جنګونه مو ګټلي او د نړۍ رهبريت په ښه توګه سره ترسره کوو.

بايد وویلي سي چي امريکا خپل د آزادۍ ۲۵۰ کليزه په شاندارو مراسمو ولمانځل او خپلي نظامي او علمي لاسته راوړني یې نمایش ته وړاندي کړلې.