د امريکا مرکزي قومندانۍ خبر ورکړی، چي د امريکا او پاکستان د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمرينات ئې پای ته رسولي دي.
دغه مرکز پر خپل اېکس پاڼه باندي د پاکستان د پوځ سره د تمريناتو ګډ انځورونه هم نشر کړي دي او ويلي ئې دي، چي دغه تمرينات د پوځ د جنګي تاکتیکونو او مهارتونو اړوند و، چي د پاکستان د پوځ سره په ګډه تر سره سوي دي.
په ورته وخت کي بيا د پاکستان پوځ ويلي چي دغه تمرينا د پاکستان او امريکا د ګډو ګتو په موخه ترسره سوي دي.