د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه اعلامیې څو ساعته وروسته چي په کښي ويل سوي و

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه اعلامیې څو ساعته وروسته چي په کښي ويل سوي و، چي د ایران سره جګړه د پنج شنبې په ورځ پای ته رسېدلې؛ نوي الوتکي د احتمالي هوکړي د ملاتړ په موخه اروپا ته استولي.
اکسیوس راپور ورکړی، چي د امریکا هوايي ځواک څلور ټرانسپورټي C-17 الوتکي جينوا ته استولي دي.
د راپور له مخي، دغه الوتکي د پنج شنبې په ورځ اروپا ته لېږل سوي دي؛ څو د امریکا د مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس د احتمالي سفر له پاره اړین تجهیزات چمتو کړي.

په راپور کي ويل سوي، چي دا چمتووالی د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړي د لاسلیک له پاره ترسره کېږي، داسي توافق چي ښايي په راتلونکو ورځو کي نهايي سي.
بلخوا د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو ټینګار کړی؛ چي تر اوسه هېڅ وروستۍ پرېکړه نه ده سوې او د دواړو لورو ترمنځ خبري اتري لا هم رواني دي.