د جون ۱۲مه د ماشومانو د کار پر ضد د مبارزې د نړۍوالي ورځي په نوم په ټوله نړۍ کي لمانځل کېږي.
د دغي ورځي د لمانځلو څخه موخه دا ده، چي په نړۍ کي د ماشومانو د کارمخنيوی وسي، د ليک او لوست زمينه ورته برابره سي.
د کار نړۍوال سازمان د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په ټوله نړۍ کي ۱۳۸ ميليونه ماشومان په کارونو بوخت دي.
دغه سازمان وایي چي د ماشومانو کار لا هم یوه جدي نړۍواله ستونزه ده او د پای ته رسولو له پاره ئې د نړۍوالي همغږۍ، دوامدارو اقداماتو او چټکو عملي ګامونو ته اړتیا لیدل کېږي.
دغه ورځ په افغانستان کي پر داسي مهال راځي، چي زيات شمېر ماشومان د اقتصادي ستونزو او غريبۍ له امله مجبوره سوي، چي درانه او شاقه کارونه وکړي.
په افغانستان کي ماشومان د شاقه او سختو کارونو ترڅنګ د سړک پر سر فقر کوي او د زده کړو څخه لېري پاته دي.
شنونکي ټینګار کوي، چي د دې ستونزي د کمولو له پاره باید د زدهکړو زمینه پراخه، د کورنیو ملاتړ زیات او د ماشومانو د ساتني له پاره جدي پالیسۍ عملي سي؛ څو ماشومان له کار څخه وژغورل سي او د زدهکړو او سالمي ودي فرصتونه ورته برابر سي.