د پاکستان تر ولکي لاندي کشمیر کي د سیمه‌ییزي شورا د ۱۲ چوکيو د وېش پر سر راپارېدلي اعتراضونه تاوتریخوالي ته اوښتي

د پاکستان تر ولکي لاندي کشمیر کي د سیمه‌ییزي شورا د ۱۲ چوکيو د وېش پر سر راپارېدلي اعتراضونه تاوتریخوالي ته اوښتي.
د پاکستان د رسنيو د راپورونو له مخي، په دغه تاوتريخوالي کي ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان سوي دي.
په راپور کي ويل سوي چي په وژل سوو کسانو کي ۱۱ عام وګړي او څلور د امنیتي ځواکونو غړي دي او همدارنګه له ۵۰ څخه ډېر کسان د تاوتریخوالي له امله ټپیان سوي دي.

بل لور ته زرګونو معترضانو د مظفراباد پر لور حرکت کړی، خو سیمه‌ییزو چارواکو خبرداری ورکړی، چي امنیتي ځواکونه به د هغوی د ښار مرکزي برخو ته د ننوتلو مخه ونیسي.