د امریکا د کانګرس ۸۳ غړو د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته يو ګډ ليک لېږلی او په دغه ليک کي ئې د هغه څخه غوښتي، چي له قطر څخه د افغان کډوالو د کانګو جمهوریت ته د لېږدولو پلان دي تر بلي خبرتیا پوري و ځنډوي.
دوی ویلي، تر هغه وخته چي د دې پروګرام ټول قانوني او تخنیکي جزئیات کانګرس ته نه وي روښانه سوي، باید د کډوالو د انتقال بهیر پیل نه سي.
د کانګرس غړو همداراز د هغو شاوخوا ۱۱۰۰ افغانانو د وضعیت د روښانېدو غوښتنه کړې، چي له څلورو کلونو زیات وخت کېږي، په قطر کي د السیلیه په کمپ کي امریکا ته د تګ په تمه ژوند کوي.
دوی ټینګار کړی، چي د دغو افغانانو د برخلیک په اړه باید ژر پرېکړه وسي.