د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پراخېدو له امله د نړۍ په بازارونو کي د تېلو بیې د پرله‌پسې څلورمي ورځي له پاره لوړي

د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پراخېدو له امله د نړۍ په بازارونو کي د تېلو بیې د پرله‌پسې څلورمي ورځي له پاره لوړي سوي دي.
د رویټرز د راپور له مخي، د چهارشنبې په ورځ د برنېټ خام تېلو بیه ۱.۴ سلنه لوړه سوې او د یوه بېرل بیه ئې ۹۹.۳۳ ډالرو ته رسېدلې ده.
د امریکا د وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ خام تېلو بیه هم ۱.۴ سلنه لوړه سوې او یو بېرل ئې ۹۴.۳۴ ډالرو ته پورته سوی دئ.

د راپور له مخي، په منځني ختیځ کي د جګړې د پراخېدو اندېښنې د تېلو د بیو د لوړوالي له مهمو لاملونو څخه دي.