د امریکا حکومت په پام کي لري، چي یو شمېر افغان کډوال له دغه هیواده وباسي او لومړی ئې پاکستان ته ولېږدوي

د امریکا حکومت په پام کي لري، چي یو شمېر افغان کډوال له دغه هیواده وباسي او لومړی ئې پاکستان ته ولېږدوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼي د درو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چي دغه افغانان اوس مهال په لوزیانا ایالت کي ساتل کېږي او د نومبر په دوهمه به په ځانګړې الوتنه کي پاکستان ته انتقال سي.
د راپور له مخي، په دغو کسانو کي د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چي پخوا ئې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی او ځیني نور ئې په افغانستان کي د ط..البانو له احتمالي تعقیب او ځوروني سره مخ دي.

په همدې حال کي د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ افغان ایوک له امریکايي کانګرس غوښتي، چي د افغانانو د موقت خوندیتوب قانون تصویب کړي او د هغوی د بېرته شړلو مخه دي ونیسي.