د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، له ۲۰۲۳ کال راهیسي افغانستان ته د ۶.۳ میلیونه افغانانو ستنېدو د دغه هیواد پر بشري وضعیت سخت فشار راوستلی دئ.
په افغانستان کي د دې ادارې مشر عرفات جمال ویلي، ډېری راستنېدونکي د بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او د سرپناه د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د هغه په خبره، د اقتصادي ستونزو له امله ځیني کسان یو ځل بیا د کډوالۍ په فکر کي دي او ان ځیني ئې د وسله‌والو ډلو لیکو ته ورمات سوي دي.

جمال د نړۍوالو مرستو پر کمښت هم اندېښنه ښودلې او ویلي ئې دي، چي د بوديجې د نشتوالي له امله ئې په افغانستان کي د خپلو کارکوونکو شمېر له ۴۰۰ څخه ۲۰۰ ته راکم کړی دئ.