سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د پکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کي د هاوان مرمۍ د چاودني له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د سرچينې په وينا په دغه پېښه کي يو کوچنی وژل سوی او څلور نور ټپيان دي.
په ورته وخت کي د پکتيا ولايت د ط..البانو امنيتي سرچينو رسنيو ته ويلي، چي دغه مرمۍ د پاکستان د بريدونو څخه په ياده سيمه کي پاته وه او پر دغو کوچنيانو ئې چاودنه کړې ده.