د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایت ویلي

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایت ویلي، واشنګټن پر ایران د سختو اقتصادي فشارونو له لاري هڅه کوي چي د دغه هیواد په سیاستونو کي بنسټیز بدلون رامنځته سي.
رایت زیاته کړې، د ایران اوسنی سیاست د اقتصادي فشارونو له امله په کمزوري کېدو دئ.
هغه همداراز ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم د ایران له لوري د خبرو له لاري د حل ملاتړ کوي او پوځي اقدام یوازي د اړتیا په صورت کي غواړي.