د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي په پېښور ښار کي ئې خپل قونسلګري تړلې او د دې دفتر ټولي ډیپلوماټیکي او قونسلۍ چاري به له دې وروسته په اسلام‌اباد کي د امریکا د سفارت له لاري ترسره کېږي.
په ياده خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي، د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند خدمات به د اسلام‌اباد سفارت د ځانګړي څانګي له لوري تنظیم او پر مخ وړل کېږي.
د خبرپاڼي له مخي، د دې بدلون موخه د ډیپلوماټیکو خدمتونو د تنظیم نوې تګلاره ده او اړوند مراجعین به خپلي چاري په اسلام اباد کي تعقیبوي.