د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد چارو د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف ویلي، که څه هم د ال.قاعدې ډلي فعالیتونه په افغانستان کي د پخوا په پرتله کم سوي، خو دغه ډله لا هم په دې هیواد کي شتون لري.
زویف د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کي ویلي، افغانستان له اوږدې مودې راهیسي د بېلابېلو وسلهوالو ډلو د فعالیت شاهد پاته سوی او د ال.قاعده ترڅنګ ځیني نوري ډلي هم په دې هېواد کي حضور لري.
نوموړي د دغو ډلو د فعالیتونو د کچي او ځایونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي؛ خو ټینګار ئې کړی چي د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم د نړۍوالي ټولني د پام وړ موضوع ده.
بلخوا بيا ط..البان وايي چي هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چي د افغانستان خاور د بل هيواد پر ضد وکاروي.