د نيمروز ولايت په مارګو دښته کي ۱۴ تنه هغه ځوانان څو ورځي وړاندي ورک سوي وو، چي غوښتل ئې د بېکارۍ او غربت له امله په قاچاقي ډول ايران ته ولاړ سي.
د نيمروز ولايت د ط..البانو امنيتي ادارو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي تر اوسه پوري ئې د يادو ورک سوو ځوانانو د ډلي څخه د پنځو ځوانانو جسدونه موندلي، چي د ګرمۍ او تندي له امله ئې خپل ژوند د لاسه ورکړی وو.
د ط..البانو په وينا چي د موندل سوو جسدونه هويت تر اوسه پوري نه دئ معلوم او تر اوسه ئې خپلو کورنيو ته هم نه دي تسليم کړي.
ط..البان وايي چي د پاته نورو ورک سوو ځوانانو د موندلو په اړه ئې پلټني پيل کړي او هڅه کوي چي د هغوی په اړه هم معلومات ترلاسه کړي.
مارګو دښته د نیمروز له هغو خطرناکو سیمو څخه ده چي هر کال ګڼ افغانان د قاچاقبرو په مرسته د ایران د تګ له پاره ورڅخه استفاده کوي؛ خو د سختو اقلیمي شرایطو او پراخو شګلنو سیمو له امله د ورکېدو او مرګ پېښي په کښي زياتي کېږي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم ځوانان د بېکارۍ او غربت له امله پر سختو او پېچلو لارو بهرنيو هيوادونو ته سفر کوي.