د ایران د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي

د ایران د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کي ئې په کویټ کي د امریکا پر دوو پوځي اډو د بې‌پیلوټه بریدګرو الوتکو بریدونه کړي دي.
د پوځ له لوري د یکشنبې په سهار په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، په دغو بریدونو کي د ایران له پولو شاوخوا ۱۰۴ کیلومتره لیري د امریکا د پوځ د العدیري کمپ د مهماتو زېرمه ويشتلې ده.
په خبرپاڼه کي همدارنګه ویل سوي چي د علي السالم هوايي اډې د پاتریوت دفاعي توغندیز رادار او هوايي څار رادار، چي په لوېدیځه اسیا کي د امریکا د هوايي ترانسپورټ مهم مرکز بلل کېږي، په نښه کړی دئ.

د ایران پوځ ویلي، دغه بریدونه د امریکا د وروستیو پوځي اقداماتو په جواب کي ترسره سوي دي.