د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، ایران اوس د ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندي له داسي وضعیت سره مخ دئ چي نور په خبرو او تشو وعدو ځان نه سي خلاصولای.
روبیو له فاکس نیوز سره په مرکه کي ويلي د ایران حکومت تر دې مخکي له داسي امریکايي ولسمشر سره نه و مخ سوی چي عملي اقدامات ترسره کړي.
هغه زیاته کړه، د تېرو شلو کلونو په موده کي ایران په دې عادت سوی و، چي نه يوازي امريکا بلکي نړۍواله ټولنه هم په خبرو او وعدو تر ځان تېره کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چي د ټرمپ د ادارې چلند له پخوانیو سیاستونو سره توپیر لري او تهران باید د خپلو کړنو د پایلو مسؤلیت ومني.