د امریکا د جګړې وزير پیټ هېګسېت په واشنګټن کي د عراق د لومړي وزیر علي الزیدي غوښتي چي له ایران سره تړلي وسله‌والي ډلي

د امریکا د جګړې وزير پیټ هېګسېت په واشنګټن کي د عراق د لومړي وزیر علي الزیدي غوښتي چي له ایران سره تړلي وسله‌والي ډلي بې‌وسلې کړي.
هېګسېت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، عراق باید خپل حاکمیت عملي کړي او هغه ایران پلوه وسله‌والي ډلي بې‌وسلې کړي، چي د ده په وینا، د روان پسرلي پر مهال ئې پر امریکايي ځواکونو له ۶۰۰ څخه د ډېرو بریدونو مسؤلیت درلود.
هغه زیاته کړې، چي یو باثباته او خوندي عراق کولای سي د امریکا او عراق ترمنځ د سوداګرۍ او دفاعي همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.