د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت وايي

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت وايي، اروپايي ټولنه په رسمي ډول د ایران پر وړاندي د امریکا په مشرۍ د اقتصادي فشارونو له عملیاتو سره یوځای سوې ده.
بسنت د جمعې په سهار پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، امریکا له خپلو متحدانو سره هڅه کوي چي ایران د خپل اټومي پروګرامونو او له خپلو نیابتي ډلو د ملاتړ له پاره له نړۍوال مالي نظام څخه د استفادې مخه ونیسي.
په ورته وخت کي، اروپايي کمېسیون ویلي چي د ایران پر وړاندي د اقتصادي فشارونو له زیاتېدو ملاتړ کوي.

اروپايي ټولني له ایران څخه غوښتي چي خپل اټومي او بالستیک توغندیز پروګرامونه محدود کړي، د سیمي د بې‌ثباته کولو او د خلګو د ځپلو فعالیتونه دي پای ته ورسوي او د اوکراین په جګړه کي دي د روسیې پوځي ملاتړ ودروي.