د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړي چي ګواکي د ایران سره د څو میاشتو جګړې وروسته د امریکا د مهماتو زېرمي کمي سوې دي.
ټرمپ دغه راپورونه جعلي بللي او ویلي ئې دي چي امریکا خورا ډېري د مهماتو زېرمي لري.
د فاکس نیوز د راپور له مخي، ټرمپ زیاته کړې چي هیواد ئې د مهماتو تولید هم په بېساري کچه روان ساتلی دئ.
نوموړي دا څرګندوني وروسته له هغه کړي، چي د ایران سره د اوږدې شخړي له امله د امریکا د وسلو او مهماتو د زېرمو د کمېدو په اړه رسنیو راپورونه ورکړي وو.