هه‌نګاو د ايران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چي د ايران دولت د مشهد په مرکزي زندان کي دوه افغانان اعدام کړي

هه‌نګاو د ايران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چي د ايران دولت د مشهد په مرکزي زندان کي دوه افغانان اعدام کړي.
د ياد سازمان په خبره چي دغه افغانان د ايران دولت د قتل په تور اعدام کړي.
دغه سازمان وايي، چي د ايران دولت دغه افغانان د هغوی کورنيو ته د خبر ورکولو څخه پرته په پټه اعدام کړي دي.

هه‌نګاو اعدام سوي افغانان د انصار او نظيف الله رسولي په نومونو ياد کړي.
په تهران کي د ط..البانو سفارت د دغه موضوع په تړاو تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.