د قطر حکومت د ایران هغه ادعاوي رد کړي، چي ګواکي پر دغه هيواد د تهران بریدونه د مشروع دفاع په موخه سوي دي.
قطر د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا رئیس ته په دوو جلا لیکونو کي ویلي، د ایران ادعاوي د دغه هیواد پر قطر د توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو له پاره هېڅ قانوني توجیه نه سي کېدای.
د قطر په وینا، ایران د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۸مي راهیسي ملکي اهداف او د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي او دغه اقدامات د ملګرو ملتونو د منشور او نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
دوحې همداراز ویلي، د ایران له لوري د هرمز تنګي تړل او په سمندري تګ راتګ کي خنډونه رامنځته کول د پوځي تېري له مصادیقو څخه دي.
قطر ټینګار کړی چي ایران د رامنځته سوو زیانونو د جبران مسؤلیت لري او دوحه د خپل ملي حاکمیت د دفاع او د بریدونو پر وړاندي د متناسب جواب حق خوندي ساتي.