د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی، چي واشنګټن پرېکړه کړې شاوخوا پنځه زره خپل پوځيان له جرمني څخه وباسي؛ د شنونکو په اند دغه اقدام ښايي له برلین سره د وروستیو سیاسي ترینګلتیاوو سره تړاو ولري.
دا پرېکړه په داسي وخت کي کېږي، چي د امریکا او اروپايي هیوادونو ترمنځ د ایران د جګړې په اړه اختلافات زیات سوي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکي هم د جرمني د مشرتابه پر دریځ نیوکي کړي وې.
د راپورونو له مخي ټرمپ د همدې اوونۍ په پیل کي د جرمني له لومړي وزیر فريدريش ميرڅ سره تر لفظي ناندریو وروسته خبرداری ورکړی و، چي کېدای سي په جرمني کي د امریکايي ځواکونو شمېر راکم کړي.
بل لور ته، مېرڅ ویلي وو چي واشنګټن د ایران د جګړې په اړه روښانه تګلاره نه لري او د خبرو اترو پر مهال له ستونزو سره مخ سوی دئ. دغه څرګندوني د دواړو متحدینو ترمنځ د باور فضا لا زیاته سړه کړې ده.
ټرمپ پر دې هم ټینګار کړی چي د ناټو ځینو غړو هيوادونو، په ځانګړي ډول اروپايي متحدینو، د ایران پر وړاندي له امریکا سره کافي همکاري نه ده کړې.
په جرمني کي د امریکايي ځواکونو حضور اوږد تاریخ لري او له دوهمي نړۍوالي جګړې وروسته تر اوسه دوام لري. دا هیواد د امریکا د مهمو پوځي مرکزونو کوربه دئ او له جاپان وروسته دوهم هغه ځای ګڼل کېږي، چي تر ټولو ډېر امریکايي پوځیان په کښي مېشت دي.