د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چي تر ايران وروسته هیواد ئې ښايي د کوبا پر وړاندي فشارونه زیات کړي او حتی د دې هیواد

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چي تر ايران وروسته هیواد ئې ښايي د کوبا پر وړاندي فشارونه زیات کړي او حتی د دې هیواد ساحل ته به نژدې پوځي بېړۍ ځای پر ځای کړي.
ټرمپ ويلي، چي واشنګټن خپلي نړۍوالي چاري په تدریجي ډول پر مخ وړي. د هغه په وینا چي د ايران څخه تر راګرځېدو وروسته کېدای سي یوه جنګي بېړۍ یو اېس اېس ابراهام لینکن د کوبا ساحل ته نژدې ودروي.
نوموړي دا هم وویل چي دا ډول اقدام به کوبا اړه کړي چي د امریکا غوښتني ومني.