سيآیاې د اسامه بنلادن د وژل کېدو د عملياتو تفصيلي معلومات خپاره کړل
د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې سي اي اې د بن لادن د وژل کېدو د کليزي په مناسبت يو تفصيلي راپور خپور کړی، چي پکښي د هغه د تعقيب، استخباراتي کار او پوځي عملياتو بشپړ بهير بيان سوی دی.
د راپور له مخه، بنلادن د ۲۰۱۱ کال د می مياشتي په دوهمه نېټه، د شپې په لومړۍ ساعتونو کي د پاکستان د ایبټ اباد ښار کي د امريکايي ځانګړو ځواکونو په يو هدفمند عملياتو کي ووژل سو. دا عمليات د کلونو اوږده او پېچلو استخباراتي هڅو پايله بلل سوې ده.
سيآیاې وايي چي بنلادن له ۱۹۹۰ لسيزې راهيسي تر څار لاندي وو، خو د ستمبر وروسته د هغه د موندلو هڅي ډېري چټکي او پراخې سوې. په دې بهير کي د هغه د نږدې کسانو پېژندنه مهمه وه، په ځانګړي ډول د يوه مهم پيکپ تعقيب، چي وروسته يې اصلي هويت څرګند سو.
د همدې پيکپ له لاري ترلاسه سويو معلوماتو يو ځانګړي استوګنيز کمپلکس ته لاره هواره کړه، چي د امنيتي پلوه غيرمعمولي ځانګړتياوې يې لرلې. لوړ دېوالونه، څو دروازې، پټي کړکۍ، د ټليفون او انټرنېټ نستوالی، او د کثافاتو دننه سوځول هغه نښي وې چي شکونه يې نور هم پياوړي کړل.
وروسته له هغه چي د بنلادن د شتون احتمال قوي سو، ځانګړو ځواکونو سخت تمرينونه پيل کړل. دا عمليات د هغه وخت د امريکا د ولسمشر اوباما په اجازه طرحه او عملي سول.
د عملياتو په شپه، الوتکي د شپې ناوخته دې کمپلکس ته ورسېدې. که څه هم يوه الوتکه د کښته کېدو پر مهال له ستونزي سره مخ سوه، خو عمليات بې له ځنډه دوام وکړ. بنلادن ډېر ژر وپېژندل سو او په همدې ځای کي ووژل سو.
د سيآیاې په وينا، د هغه هويت د څو بېلابېلو لارو تاييد سو او وروسته يې جسد سمندر ته وغورځول سو. همدارنګه له دې ځايه ډېر مهم اسناد او معلومات ترلاسه سول، چي ښيي بنلادن تر وروستۍ شېبې پورې د القاعده د شبکې په مشرتابه کي فعال رول درلود.
راپور ټينګار کوي چي د بنلادن وژل کېدل القاعده د کمزوري کولو په هڅو کي يو مهم بدلون و او دا د امريکا د استخباراتي او پوځي بنسټونو د نږدې همکارۍ پايله وه.