د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ویلي، چي د امریکا له لوري په دې هیواد کي د خپلو ځواکونو کمول یو اټکل کېدونکی اقدام و او اروپايي هیوادونه باید د خپلي امنیتي ساتني مسؤلیتونه په خپله واخلي.
د جرمني د دفاع وزارت په خبرپاڼه کي راغلي، چي د امریکايي ځواکونو وتل نه یوازي له جرمني، بلکي له ټوله اروپا څخه د تمي وړ خبره وه.
هغه ټینګار کړی چي اوس د دې وخت رارسېدلی، چي اروپایان خپله د امنیت په برخه کي لا زیات رول ولوبوي.
تر دې مخکي، پنټاګون اعلان کړی و چي په راتلونکو میاشتو کي به نژدې پنځه زره امریکايي سرتېري له جرمني څخه وباسي.