د امریکا د سنا د بهرنيو اړيکو کمېټې د ط..البانو له پاره د مالي مرستو د بندېدو لايحه تصويب کړې ده.
د دغي کمېټې رئيس جيم ريش په يوه بيان کي ويلي، دا لايحه به دا باوري کړي، چي د امريکا د خلګو يو ډالر هم د افغانستان ترهګريزو ډلو، لکه ط..البانو ته و نه رسېږي.
د دې لايحې له مخي، د امریکا بهرنۍ مرستي به سختي څارل کېږي او د ط..البانو حکومت ته به هېڅ ډول مالي مرسته نه ورکول کېږي.
دغه لايحه د امریکا د استازو جرګې تصويب کړې او اوس د ولسمشر توشيح ته نژدې سوې ده.
تیم بورچت، د امریکا د استازو جرګې غړي، دا لايحه تېر کال وړاندي کړې وه. د لايحې له مخي، د امریکا بهرنۍ وزارت مکلف کېږي چي د هر ډول مالي مرستي واضح پاليسي جوړه او عملي کړي، څو ط..البان ورڅخه ګټه وا نه خلي.
دغه راز، د افغانستان د ځانګړي اماني صندوق او مرکزي بانک مرستي به هم تر نظارت لاندي وي.
د امریکا ځانګړې څارنې ادارې مخکې راپور ورکړی و چي ط..البان د امریکا له مالي مرستو ګټه اخلي.
د امریکا حکومت د ط..البانو د بيا واکمنۍ راهيسي افغانستان سره ۳.۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.