د امریکا د عدلیې وزارت وايي، افغان وګړی دلبر ګل دلبر د دغه هيواد د ځانګړي کډوالۍ ویزې د ترلاسه کولو په بهیر کي د درغلیو له امله په شپږ میاشتي بند محکوم سوی دئ.
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، نوموړي په ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو کي د ځانګړي کډوالۍ ویزې له پاره غوښتنلیکونه وړاندي کړي وو او هغه اسناد ئې تایید کړي وو چي ناسم او جعلي معلومات ئې لرل.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخي، دلبر ګل دلبر د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کي د امریکا ځانګړې کډوالۍ ویزه او د دایمي استوګني اجازه ترلاسه کړې وه.