د امریکا د فلوریډا ایالت په ټمپا ښار کي د سټي‌بانک په انګړ کي په يوه وسله وال برید‌ کي يوه ښځه وژل سوي او څلور کسان نور

د امریکا د فلوریډا ایالت په ټمپا ښار کي د سټي‌بانک په انګړ کي په يوه وسله وال برید‌ کي يوه ښځه وژل سوي او څلور کسان نور ټپيان سوي دي.
د فاکس نیوز د راپور له مخي، وسله‌وال کس په موټر کي د بانک انګړ ته داخل سوی او لومړی ئې یوه ښځه ويشتلې ده.
راپور زیاتوي، بریدګر وروسته د بانک د خوړو خوړلو ځای ته داخل سوی او هلته ئې پر يوه امنيتي ساتونکي هم ټکان کړي دي.

د پېښي پر مهال د بانک په انګړ کي شاوخوا ۳۲۰۰ کارکوونکي موجود وو.
تر اوسه د برید انګېزه نه ده څرګنده سوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *