د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر انتوني بلینکن له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو له پاره د ډیپلوماټیکو هڅو غوښتنه کړې ده.
بلینکن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د امریکا په منځمهاله ټاکنو کي د جمهوري غوښتونکو ماته د دغه هیواد حکومت ته دا پیغام لري چي بهرنۍ تګلاري د امریکایانو پر ژوند او اقتصادي وضعیت مستقیم اغېز کوي.
نوموړي ویلي، له متحدانو سره د اړیکو خرابول، د مستبدو حکومتونو پر وړاندې نرم دریځ خپلول، په خپلسري ډول پر وارداتو ګمرکي تعرفي لګول او بېاړتیا جګړې پیلول د امریکايي کورنیو له پاره درانه لګښتونه رامنځته کړي دي.
هغه ټینګار کړی چي د دغو ستونزو د حل له پاره باید د جګړې پر ځای ډیپلوماټیکي لاري غوره سي.