د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی، چي د افغانستان په سویلي ولایتونو کي د بشري مرستو اړتیاوي زیاتي سوي او روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دئ.
دغه دفتر وايي، په سویل کي روغتیايي مرکزونه د ناروغانو له زیاتوالي سره مخ دي او د سختي خوارځواکۍ له امله د بستر کېدونکو کسانو شمېر هم لوړ سوی دئ.
د اوچا په وینا، لوږي او بېوزلۍ د ګڼو کورنیو ژوند ستونزمن کړی، خو له بلي خوا د مرستندویه سرچینو کمښت د اړمنو خلګو د ملاتړ بهیر له ننګونو سره مخ کړی دئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *