د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) چارواکو اعلان کړی، چي په هرمز تنګي کي ئې د ایران هغه سمندري بېړۍ په هوايي بریدونو کي په نښه کړې، چي د ماین ایښودلو مسؤلیت ئې درلود.
سنتکام د چهارشنبې په سهار یوه ویډیو هم خپره کړې او ویلي ئې دي، چي د ایران پر هغو وسلو برید سوی، چي د نړۍوالي سوداګرۍ او کښتيو له پاره ئې ګواښ رامنځ ته کوی.