د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، ځواکونو ئې په ایران کي د سپاه پاسداران اړوند پر لسګونو پوځي هدفونو پراخ بریدونه کړي دي.
سنټکام د پنج شنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کي ویلي، دغه بریدونه د هغو توغندیزو حملو په غبرګون کي ترسره سوي، چي د دوی په وینا، یوه ورځ وړاندي د امریکايي ځواکونو پر ضد سوي، خو ټولي توغندي ئې شنډي او له منځه وړي دي.
د خبرپاڼي له مخي، په نښه سوو هدفونو کي د سپاه د قوماندانۍ مرکزونه، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو تاسیسات، د ساحلي دفاع او څارني مرکزونه او ځیني سمندري وړتیاوي شاملي دي.

سنټکام ویلي، د دغو بریدونو موخه د ایران او د هغه د ملاتړو ډلو له لوري د امریکايي ځواکونو، سوداګریزو بېړیو او د خلیج سیمي د هیوادونو پر وړاندي د احتمالي ګواښونو کمول دي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، دا مهال له ۵۰ زرو څخه ډېر امریکايي سرتېري په منځني ختیځ کي ځای پر ځای دي او د لوړي کچي د چمتووالي په حالت کي دي.