د امریکا د واشنګټن ایالت په سیاټل ښار کي د بایټ اف سیاټل د خوړو د جشن پر مهال د ټکانو په پېښه کي دوه کسان وژل سوي

د امریکا د واشنګټن ایالت په سیاټل ښار کي د بایټ اف سیاټل د خوړو د جشن پر مهال د ټکانو په پېښه کي دوه کسان وژل سوي او پنځه نور، چي یو دوه کلن ماشوم هم په کښي شامل دئ، ټپیان سوي دي.
د سیاټل پولیسو ویلي، پېښه د ښار په مرکز کي د سپېس نیډل برج ته نژدې هغه مهال رامنځته سوې، چي زرګونه کسان په یاد جشن کي راټول سوي وو.
د پولیسو په وینا، د پېښي په اړه پلټني روانې دي؛ خو تر اوسه ئې د بریدګر د هویت او نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.