د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا ایران ته د ګواښونو له امله، د جمعې په ورځ د تېلو بیې لوړي سوي دي.
ټرمپ خبرداری ورکړی چي که اړتیا سي، پوځي اقدام به وکړي او جنګي کښتۍ ئې د ایران خواته استولي دي.
د رویټرز د راپور له مخي، د برېنټ خامو تېلو بیه ۶۴.۴۱ ډالرو ته او د امریکا خامو تېلو بیه ۵۹.۶۹ ډالرو ته رسېدلې ده.
دا لوړېدل وروسته له هغه راغلي چي د تېلو بیې د پنجشنبې په ورځ شاوخوا دوه سلنه راکښته سوي وې؛ خو د ټرمپ د څرګندونو سره د جمعې په ورځ ئې بېرته بيې لوړي سوې.
بايد وويل سي چي ایران د اوپک سازمان څلورم ستر د تېلو تولیدونکی هیواد دئ.