د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کي د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ سوی.
د یاد نندارتون مسئولین وايي، دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، ملاتړ او بازارموندني په هدف جوړ سوی دئ.
د مسئولینو په وینا، په دې نندارتون کي لسګونه صنعتکارانو او تولیدوونکو ګډون کړی او خپل بېلابېل تولیدات ئې په ۱۲۰ غرفو کي نندارې ته وړاندي کړي دي.
په نندارتون کي لاسي صنایع، کرنیز محصولات، خوراکي توکي او نور کورني تولیدات شامل دي.
چارواکي زیاتوي، دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د ودې ترڅنګ د صنعتکارانو د هڅوني او خلګو ته د افغاني تولیداتو د پېژندني له پاره مهم رول لري.
یاد نندارتون به د شنبې تر ورځي پوري دوام وکړي او د خلګو پر مخ به پرانیستی وي.