راپورونه وایي، د خيبر پښتونخوا د تیراه سیمي څخه د پاکستاني پوځ د عملیاتو له امله بېځایه سوي سلګونه کورنۍ دا مهال په سختو واورو کي بند پاته دي او له جدي بشري ستونزو سره مخ دي.
سرچینې وايي، دغه کورنۍ د سړې هوا، د خوړو کمښت او د سرپناه نشتوالي له امله له سخت حالت سره لاس او ګرېوان دي او د لوږي او یخي هوا له امله د مرګ د ګواښ سره مخ دي.