د امریکا سنا جرګې هغه طرحه رد کړې، چي له مخي ئې ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید له ایران سره جګړه درولې وای او یا ئې د دوام له پاره د کانګرس اجازه اخیستې وای.
په رایه اچونه کي ۴۸ سناتورانو د طرحي ملاتړ کړی، خو ۵۱ نورو ورسره مخالفت کړی او په دې توګه طرحه ناکامه سوې ده.
د جمهوريت غوښتونکو ډېری سناتورانو د ټرمپ ملاتړ کړی دئ.
دا رایه اچونه څو اوونۍ وروسته له هغې کېږي، چي جمهوريت غوښتونکو د منځمهالو ټاکنو پر مهال درنه ماته وخوړه.
د راپورونو له مخي، له ایران سره د جګړې په اړه د امریکایانو ناخوښي هم د دې ماتي یو لامل و.