د امریکا له خوا د ایران پر ضد د ممکنه لوی برید د چمتووالي په لړ کي، راپورونه ښيي چي رادار نه نیول کېدونکي B-2 جنګي الوتکي به ډېر ژر د بریتانیا پوځي اډو ته ولېږدول سي.
دا الوتکي به همداراز د هند سمندر په چاګوس ټاپوګانو کي د دیګو ګارسیا په اډه کي هم ځای پر ځای سي.
تر دې وړاندي د بریتانیا حکومت امریکایي ځواکونو ته د خپلو هوايي اډو د کارولو اجازه نه وه ورکړې؛ خو د بریتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر وروسته خپله پرېکړه بدله کړې او د امریکا هوایي ځواکونو ته ئې اجازې ورکړې، چي د بريتانيا له هوايي ډګرونو ګټه واخلي.
دا په داسي حال کي ده، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د یوې ستري حملې خبرداری ورکړی دئ، چي ورسره سم سیمهایز کړکېچ مخ پر زیاتېدو دئ.