د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی، چي تېره شپه ئې د ایران پر لسګونو پوځي هدفونو تازه بریدونه بشپړ کړي دي.
سنتکام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دغه اووه ساعته عملیاتو کي امریکايي جنګي الوتکو، بېپیلوټه الوتکو او سمندري ځواکونو د هرمز تنګي ته نژدې او ساحلي سیمو کي د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو اډې، سمندري وړتیاوي او ساحلي دفاعي سیستمونه په نښه کړي دي.
د سنتکام په وینا، د دغو بریدونو موخه د سوداګریزو بېړیو او ملکي عملې پر وړاندي د ایران د ګواښونو کمول دي.
دا څلورمه پرلهپسې شپه ده چي امریکا پر ایران بریدونه ترسره کوي.
تر دې مخکي امریکا ایران ته د تلونکو او راتلونکو بېړیو سمندري محاصره هم بېرته پیل کړه. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، بریدونه به په راتلونکو دوو شپو کي هم دوام وکړي او یوازي هغه وخت به پای ته ورسېږي چي دی ئې د درولو پرېکړه وکړي.