د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) وايي، په منځني ختیځ کي د امریکا په مشرۍ د څو هیوادونو سره په ګډه ډرون ځواک جوړوي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) وايي، په منځني ختیځ کي د امریکا په مشرۍ د څو هیوادونو سره په ګډه ډرون ځواک جوړوي.
سنتکام ویلي، دغه ځواک به فالکون سټرایک نومېږي او د هوا، سمندر او اوبو لاندي د بې‌پیلوټه سیستمونو ګډه شبکه به وي.
د سنتکام په وینا، د امریکا او د سیمي د متحدو هیوادونو ډرونونه به د یوې ګډي قوماندانۍ تر کنټرول لاندي فعالیت کوي او د دفاع او برید دواړو له پاره به کارول کېږي.

سنتکام وايي، له سیمه‌ییزو متحدانو سره ئې د دغه ځواک د جوړولو له پاره خبري پیل کړي دي.