اروپايي ټولني د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۱۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د دې مرستي هرکلی کړی او ویلي ئې دي چي دغه پیسې به په ټول افغانستان کي له اړمنو خلګو سره د ژوند ژغورونکو مرستو له پاره ولګول سي.
اوچا وايي، په افغانستان کي د بشري مرستو اړتیاوي مخ پر زیاتېدو دي او د اروپايي ټولني دغه مالي ملاتړ به له میلیونونو اړمنو کسانو سره د مرستو د دوام له پاره مهم وي.
اوچا د افغانستان د بشري مرستو په برخه کي د اروپايي ټولني له ملاتړ څخه مننه کړې او د لا ډېرو همکاریو غوښتنه ئې کړې ده.