د جمهوريت پر مهال د ولسمشر اشرف غني د چارو د ادارې عمومي رییس ډاکټر فضل محمود فضلي د آزادۍ راډيو سره په مرکه کي ویلي دي

د جمهوريت پر مهال د ولسمشر اشرف غني د چارو د ادارې عمومي رییس ډاکټر فضل محمود فضلي د آزادۍ راډيو سره په مرکه کي ویلي دي چي امريکا د سقوط څخه درې کاله تر مخه په ۲۰۱۸م کال کي ط.البانو ته د واک سپارلو پريکړه کړې وه.
د هغه په خبره چي جمهوريت ته اوله ضربه امريکا په دغي سیاسي پريکړي سره ورکړه چي بیا دغه پرېکړه لوجیستيکي او اقتصادي برخو ته هم اوږده سوه.
فضلي زیاته کړې چي د جمهوريت استازو په مذاکراتو کي تش په نوم ګډون درلود او اصلي پريکړي د پردې تر شا د امريکا او طالبانو تر منځ سوي وې.

هغه د جمهوريت د سقوط ورځ د افغانستان د تاريخ یوه توره ورځ وبلل او ویې ویل چي په دغه ورځ د شلو کلونو زحمتونه صفر ته راکښته سول.