د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، د ایران پر پوځي هدفونو د دوی د بریدونو اوومه پرله‌پسې شپه پای ته رسېدلي او امریکايي ځواکونو د ایران څارنیز مرکزونه، پوځي لوژستیکي زېربناوي، تر ځمکي لاندي د وسلو زېرمتونونه او سمندري وړتیاوي ئې په نښه کړي دي.
سنتکام د شنبې په سهار په خپره کړې خبرپاڼه کي ویلي، په دغو عملیاتو کي جنګي الوتکي، بې‌پیلوټه الوتکي، جنګي بېړۍ او نور پوځي تجهیزات کارول سوي دي.
یادي قوماندانۍ زیاته کړې، چي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر به د ایران پر وړاندي خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي او امریکايي ځواکونه د ایران د بندرونو پر وړاندي سمندري محاصره په بشپړه توګه عملي کوي.

د خبرپاڼي له مخي دا مهال له ۵۰ زرو ډېر امریکايي پوځیان په ټوله منځني ختیځ کي په عملیاتو بوخت دي او د هر ډول وضعیت له پاره چمتو دي.