د ایران د هرمزګان ولایت د چارواکو د معلوماتو له مخي

د ایران د هرمزګان ولایت د چارواکو د معلوماتو له مخي، د امریکا د پوځ د روانو بریدونو پر مهال د هرمز ټاپو یوه برخه هم د هوايي برید هدف ګرځېدلې ده.
د راپور له مخي، تر دې وړاندي د بندرعباس، جاسک، لارک، امیدیه، قشم، لار، داراب او یزد سیمو باندي هم امريکا بريدونه کړي وو.
تر اوسه د دغو بریدونو له امله د اوښتو زیانونو او احتمالي مرګ‌ژوبلي په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره سوي.