د ایران د هرمزګان ولایت د چارواکو او فارس خبري اژانس د راپور له مخي

د ایران د هرمزګان ولایت د چارواکو او فارس خبري اژانس د راپور له مخي، د امریکا پوځ د ایران په جنوب کي خپلو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړی دئ.
د راپور له مخي، د لارک ټاپو، بندرعباس او د جاسک ښار شاوخوا سیمي د امریکايي ځواکونو د پوځي بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
په ورته وخت کي، له خوزستان ولایت څخه هم راپورونه وایي چي د امیدیه په سیمه کي د یوې زوروري چاودني ږغ اورېدلی سوی دئ.

تر اوسه د دغو بریدونو د احتمالي مرګ‌ژوبلي او اوښتو زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره سوي.