د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، ځواکونو ئې د ایران پر پوځي موخو د هوايي بریدونو اتم پړاو بشپړ کړی او په ترڅ کي ئې ايران د ساحلي څار تاسیسات، د هوايي دفاع سیستمونه، سمندري وړتیاوي او د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو زېرمي په نښه کړي دي.
سنتکام د یکشنبې په سهار په خپره کړې خبرپاڼه کي ویلي، دا د امریکا د پرلهپسې بریدونو اتمه شپه وه او موخه ئې د ایران د پوځي وړتیاوو کمول دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه عملیات د امریکا د ولسمشر او اعلی قوماندان په مستقیم امر ترسره سوي دي.
سنتکام همدارنګه ادعا کړې چي امریکايي ځواکونو د ایران د سپاه پاسدارانو هغه ځواکونه هم په نښه کړي، چي د جولای په ۱۷مه ئې په اردن کي پر امریکايي پوځیانو بریدونه کړي وو.
د خبرپاڼې په پای کي ویل سوي، چي دا مهال له ۵۰ زرو ډېر امریکايي پوځیان په منځني ختیځ کي موجود دي او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندي چمتو دي.