د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنټکام په ایران کي د واده پر مراسمو د سوي حملې په اړه داخلي څېړني پیل کړي دي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنټکام په ایران کي د واده پر مراسمو د سوي حملې په اړه داخلي څېړني پیل کړي دي.
د اکسیوس د راپور له مخي، په دې پېښه کي یو شمېر ملکي کسان وژل سوي او ټپیان سوي دي، خو تر اوسه روښانه نه ده چي دغه مرګ‌ژوبله د امریکا د برید له امله رامنځته سوې که نه.
امریکايي چارواکي وايي، که په څېړنو کي ثابته سي چي د پېښي لامل د امریکا برید و، نو دا به له ایران سره د شپږ میاشتني جګړه‌یز وضعیت له پیل راهیسي پر ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلي له مهمو پېښو څخه وبلل سي.