د امریکا مرکزي قومندانۍ( سنتکام) د شنبې په ورځ یوه ویډیو خپره کړې چي د ایران د توغندیزو او بې‌پیلوټه بریدونو پر وړاندي

د امریکا مرکزي قومندانۍ( سنتکام) د شنبې په ورځ یوه ویډیو خپره کړې چي د ایران د توغندیزو او بې‌پیلوټه بریدونو پر وړاندي د امریکایي ځواکونو پوځي غبرګون په کښي ښودل سوی دئ.
سنتکام ویلي، وروسته له هغه چي اووه بالستیک توغندي د کویټ او بحرین پر لور وتوغول سوې او څلور ځانمرګي ډرونونه د هرمز تنګي په لور واستول سوې امریکایي ځواکونو د ایران په ګوروک او قيشم ټاپو کي د ايران د ساحلي څارني اړوند راداري تاسیسات په نښه کړي او ويشتلي دي.
په ورته وخت کي سنتکام هغه راپورونه هم رد کړي، چي ګواکي په بحرین کي د امریکا د پنځم سمندري ځواک اډې ته زیان اوښتی دئ او زياته کړې ئې ده، چي دغه ادعاوي حقیقت نه لري.