د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) ویلي

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) ویلي، چي امريکايي ځواکونه په منځني ختیځ کي په بشپړ تیارسۍ کي دي او هوايي ځواک ئې هم د چمتووالي په حالت کي دئ.
د سنتکام په وینا، د اف-۱۶ جنګي الوتکي هم د بشپړ عملياتو له پاره چمتو دي.
سنتکام دغه څرګندوني په داسي حال کي کړي، چي امریکا په سیمه کي خپل پوځي فعالیتونه زیات کړي او پر ایران ئې د سمندري فشار اقدامات هم روان ساتلي دي.