د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هرمز تنګي له لاري د تېلو تګ راتګ د امریکا او اسرائیلو له خوا پر ایران د جګړې له پیل مخکي کچي ته بېرته رسېدلی دئ.
ټرمپ ويلي چي د امریکا په مرسته له دغه مهمي لاري څخه د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته د تېلو لېږد روان دئ.
نوموړي تر دې مخکي په ټکساس ایالت کي ویلي وو چي د ایران جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي.